د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم دروازه له څلورو ورځو وروسته بېرته د مسافرو پر مخ خلاصه شوه.
د چارواکو په وینا، دغه لاره نن دوشنبه د ثور له ۳۱مې د مسافرو او ناروغانو پر مخ پرانیستل شوې ده.
دغه لار د جمعې په ورځ د پاکستان له خوا د افغان مسافرو او ناروغانو پر مخ تړل شوې وه.
پاکستاني چارواکو د دې کار لامل یوې نوې ودانۍ ته د سرحدي دفترونو لېږد بللی و.
جمهورخبري آژانس