په جوزجان کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د طالب جنګیالیو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه نښته تېره ورځ د ثور په ٢٩مه، د دغه ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د جوزجان د نظامي محکمې په ودانۍ کې د وسله والو طالبانو د دوو قوماندانانو ترمنځ رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې په دې جګړه کې دوه طالبان وژل شوي او د دواړو لورو شپږ نور جنګيالي ټپيان شوي دي.
ويل کيږي چې په جوزجان کې د طالبانو د دويمې لوا د قوماندان ملا راز محمد خنجري او په شبرغان ښار کې د دغې ډلې د محکمې د رييس د افرادو ترمنځ شخړه شوې ده.
سرچينې په ډاګه کړې، چې نښته وروسته له هغه رامنځته شوه، چې راز محمد خنجري له کومې هڅې پرته غوښتل له خپلو جنګياليو سره د نظامي محکمې ودانۍ ته ننوځي او بيا د طالبانو د نظامي محکمې رييس خپلو ساتونکو ته د ډزو امر وکړ.
جمهورخبري آژانس