د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
بېنټ تېره شپه د (د تلې ۲۹مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې مرستندويه هېوادونه بايد له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره نورې مرستې هم وکړي.
هغه وویل، د لټون او ژغورنې هڅو نه علاوه، د سیلاب ځپلو خلکو د ژوند او معیشت بحالولو لپاره دوامداره مرستې ته اړتیا ده.
نوموړي دغه راز په افغانستان کې د اقلیمي تدابیرو غوښتنه هم کړې ده.
باید وویل شي، چې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
جمهورخبري آژانس