سیلابونو د بدخشان له مرکز سره د لسو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړلې دي

29 ثور 1403 ساعت 11:38

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، سېلابونو د بدخشان د ۱۰ ولسوالیو مواصلاتي لار د دغه ولایت له مرکز فیض اباد ښار سره تړلې ده.


د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، سېلابونو د بدخشان د ۱۰ ولسوالیو مواصلاتي لار د دغه ولایت له مرکز فیض اباد ښار سره تړلې ده.

دغه ریاست نن شنبه د ثور په ۲۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سېلابونو د بهارک ولسوالۍ لاره بنده کړې ده.

ویل کېږي چې د سړک دواړو غاړو ته لسګونه موټر بند پاتې دي.

طالب چارواکي وايي چې د لارې د خلاصولو هڅې يې پيل کړي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172316

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172316/

جمهور
  https://www.jomhornews.com