د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، سېلابونو د بدخشان د ۱۰ ولسوالیو مواصلاتي لار د دغه ولایت له مرکز فیض اباد ښار سره تړلې ده.
دغه ریاست نن شنبه د ثور په ۲۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سېلابونو د بهارک ولسوالۍ لاره بنده کړې ده.
ویل کېږي چې د سړک دواړو غاړو ته لسګونه موټر بند پاتې دي.
طالب چارواکي وايي چې د لارې د خلاصولو هڅې يې پيل کړي دي.
جمهورخبري آژانس