د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی او د کرکټ د نړۍ ستوری راشد خان څلور کاله وروسته افغانستان ته ستون شو.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، راشد خان چې تېرو څو کلونو کې د بوخت مهالوېش له امله نه و توانېدلی هېواد ته راشي، نن سهار شنبې د غوايي ۲۹ مه کابل ته راورسېد.
راشد خان ته د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس او اجراییوي رییس له لوري ورته کابل نړیوال هوایي ډګر کې ښه راغلاست وویل شو او کرکټ بورډ ته د یو لړ مراسمو په لړ کې بدرګه شو.
راشد خان د نړۍ په بېلابېلو لیګونو کې لوبېږي چې وروستۍ یې د هند غوره لیګ سیالۍ وې چې د دوی لوبډله له مخکې تګ پاتې شوه.
جمهورخبري آژانس