د تورخم لاره به سبا د مسافرو پر مخ وتړل شي

27 ثور 1403 ساعت 10:01

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم لاره به په موقتي ډول د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلې وي.


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم لاره به په موقتي ډول د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلې وي.

په تورخم کې د طالبانو کمېشنر عبدالجبار حکمت اعلان کړی، چې د جمعې په ورځ (د ثور ۲۸) به د پاکستان له لوري دغه لار د درېیو ورځو لپاره د ناروغانو او مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلې وي.

هغه زياته کړه، چې له دې لارې به د ورځې ٢٤ ساعته د سوداګريزو وسايطو تګ راتګ کېږي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې د پاکستان د سرحدي دفترونو نوې ودانۍ ته د انتقال له امله به دغه لار د مسافرو پر مخ وتړل شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172262

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172262/

جمهور
  https://www.jomhornews.com