فاریاب کې ترافیکي پېښه: درې مېرمنې او یوه ۱۲ کلنه نجلۍ وژل شوې ده

27 ثور 1403 ساعت 9:23

د فاریاب ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي،  په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې ښځې او یوه ۱۲ کلنه نجلۍ وژل شوي دي.


د فاریاب ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي،  په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې ښځې او یوه ۱۲ کلنه نجلۍ وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه د غوايي په ٢٦مه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو مازدا موټر د چهلګزي ولسوالۍ د بابکزو کلي په نوم سيمه کې له سړکه واوښت.

دفارياب ولايت د پوليسو وياند عبدالله مرادي وايي، په دې ترافيکي پيښه کې د يوې دولس کلنې نجلۍ په ګډون څلور ښځې وژل شوي دي .

چارواکي د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بولي.

جمهور خبري آژانس


د مطلب کود: 172250

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172250/

جمهور
  https://www.jomhornews.com