پاکستان په تېرو ۱۰ورځو کې تر ۱۱ زرو ډېر افغان کډوال له هېواده ایستلي دي

24 ثور 1403 ساعت 8:44

پاکستان ټوډې راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت په تېرو لسو ورځو کې تر ۱۱۰۰۶ ډېر افغان کډوال له هېواده ایستلي دي.


پاکستان ټوډې راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت په تېرو لسو ورځو کې تر ۱۱۰۰۶ ډېر افغان کډوال له هېواده ایستلي دي.

دغه پاکستاني خبریال تېره شپه په یوه راپور کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د ثور له ۱۱ څخه تر ۲۱ پورې د افغان کډوالو دغه شمېره ایستلې ده.

د دغه راپور له مخې له پاکستان څخه د ایستل شویو مهاجرو شمیر ۴۸۷ کورنیو پورې اړه لري چې ۴۹۸۷ یې نارینه، ۳۲۱۴ ښځې او ۲۸۰۵ ماشومان دي.

په راپور کې راغلي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج له پیل راهیسې، ۵۶۷۵۵۴ کډوال ایستل شوي دي.

تر دې مخکې د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې ۱.۷ میلیونه افغان کډوال به وباسي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172136

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172136/

جمهور
  https://www.jomhornews.com