د ژغورنې نړیواله کمېټه:

په افغانستان کې سېلاب ځپلي د اړینو خدمتونو لپاره لالهانده دي

23 ثور 1403 ساعت 8:53

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو زیانمن شوي کسان د اړینو خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره لالهانده دي.


د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو زیانمن شوي کسان د اړینو خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره لالهانده دي.

دغې کمیټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی چې وروستي سیلابونه په ځانګړي ډول په غور، بادغیس، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، تخار او سمنګان ولایتونو کې د بشري بیړني حالت لامل شوي دي.

په بیان کې ویل شوي چې د ژغورنې نړیواله کمیټه په اغیزمنو سیمو کې د بیړني غبرګون د زیاتولو لپاره چمتووالی نیسي.

دغې کمېټې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د اقلیمي ناورینونو دوام د سترې اندېښنې لامل دی.

د دغه بنسټ په وینا، له یوې خوا په افغانستان کې د جګړې له امله رامنځته شوی اقتصادي بحران او له بلې خوا وروستیو اقلیمي ناورینونو په میلیونونو خلک له عایداتي سرچینې بې برخې کړي او ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې د تېرو څو ورځو سېلابونو په تېره بيا د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

یوازې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172084

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172084/

جمهور
  https://www.jomhornews.com