د خوړو نړیوال سازمان:بغلان کې د سېلاب له امله د مړو شمېر ۳۰۰ ته رسېدلی دی

23 ثور 1403 ساعت 7:55

د خوړو نړیوال سازمان وايي، په بغلان کې د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.


د خوړو نړیوال سازمان وايي، په بغلان کې د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

دغه سازمان تېره شپه د غوايي په ٢٢مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په بغلان ولايت کې يې د سېلاب ځپلو کورنيو ته غني شوي بسکټونه وېشلي دي.

تر دې مخکې په بغلان کې د سېلابونو د مړو شمېر ۲۵۰ ته رسېدلی و.

ويل کيږي چې په دغه سيلاب کې دبغلان ولايت دبرکه ولسوالۍ اوسيدونکو ته زيات زيان اوښتى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو دوو ورځو د سېلابونو له امله د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

خبرگزاری جمهور


د مطلب کود: 172076

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172076/

جمهور
  https://www.jomhornews.com