بلخ کې ترافیکي پېښه: د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي

23 ثور 1403 ساعت 7:45

په بلخ کې ځايي سرچينې وايي، چې د مزارشريف – حيرتان پر لاره په يوه ترافيکي پېښه کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.


په بلخ کې ځايي سرچينې وايي، چې د مزارشريف – حيرتان پر لاره په يوه ترافيکي پېښه کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

دا پېښه د شنبې په ورځ د ثور په ۲۲مه د مزارشريف-حياتان پر لويه لاره د "ابګاندې" په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې يو مسافر وړونکى موټر له يوه باروړونکي موټر سره ټکر شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يو نارينه، يوه ښځه او يو ماشوم وژل شوي دي.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي د دې پېښې یو لامل بلل شوی دی.

خبرگزاری جمهور


د مطلب کود: 172074

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172074/

جمهور
  https://www.jomhornews.com