بغلان کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۵۰ تنو ته ورسېد

22 ثور 1403 ساعت 15:07

په بغلان ولايت کې دولتي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د پرونيو سېلابونو له امله د مړو شمېر تر ٢٥٠ تنو واوښت.


په بغلان ولايت کې دولتي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د پرونيو سېلابونو له امله د مړو شمېر تر ٢٥٠ تنو واوښت.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ځايي اوسېدونکو د راټولو شويو شمېرو له مخې، د سېلاب له امله ١٥٠ کسان په ياده ولسوالۍ کې او ١٠٠ نور د بغلان په مرکز بازار کې مړه شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې دغه احصايي هم لومړنۍ ده او د مرګ ژوبلې د زياتېدو احتمال شته.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم دغو سرچینو په بغلان کې د پرونیو سیلابونو د مرګ ژوبلې شمېر ۵۰ تنه اعلان کړی و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو سېلابونو کې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، سلګونه کورونه او زرګونه څاروي له منځه تللي دي.

دغه سېلابونه پرون جمعه د ثور په ٢١مه له سختو اورښتونو وروسته په بغلان کې راووتل.

ويل کيږي چې د دغه سيلاب له امله په سلګونو کورنۍ د خپلو کورونو پريښودلو ته اړې شوې او له سرپناه پرته ژوند کوي.

د سرچينې په وينا، تر اوسه له سېلاب ځپلو سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172061

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172061/

جمهور
  https://www.jomhornews.com