په فاریاب ولایت کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې طالب جنګیالیو د پخواني حکومت یو سرتېری په یوه ساحوي محکمه کې په ډزو وژلی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخوانى سرتېرى "توخته مش" نومېده او د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار کې د وسله والو طالبانو له خوا په ډزو وژل شوى دى.
دغه پخوانى سرتېرى د فارياب ولايت د المار ولسوالۍ د ميرشادي کلي اصلي اوسيدونکى و.
سرچينې زياته کړې، چې يو طالب قوماندان دغه پخوانى سرتېرى د خپل ورور د وژلو په تور په ډزو وژلى دى.
ویل شوي، چې دغه پخوانی سرتېری مخکې هم د طالبانو له خوا نیول شوی و او ۷۰۰ زره افغانۍ نغدې او ۳ میله کلاشینکوفونه یې هم ورکړي وو.
جمهورخبري آژانس