د ننګرهار سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په کامه ولسوالۍ کې یوه کس خپل ورور وژلی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کس نن سه شنبې د غوايي ۱۸ مه خپل ورور په ډزو وژلى او له سيمې تښتېدلى دى.
سرچينې د دې پېښې د انګيزې په اړه څه نه دي ويلي.
وسله وال طالبان وايي چې د وژنې په تور يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.
جمهورخبري آژانس