د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په هرات کې پر شیعه ګانو برید د ټولو دیني او انساني معیارونو خلاف عمل ګڼي.
ښاغلي کرزي نن سه شنبه د ثور ۱۱ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د امام زمان پر جومات برید چې په پایله کې یې زموږ یو شمېر ګران هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، په کلکه غندي. د تروریستي عمل د ټولو دیني او انساني معیارونو خلاف دی."
دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام د هرات د ګذرې ولسوالۍ په محمدیه جومات کې نامعلومو وسله والو د شیعه ګانو پر لمونځ کوونکو برید وکړ چې له امله یې د لومړنیو شمېرو پر بنسټ ۶ تنه لمونځ کوونکي شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس