د طالبانو ټولګټو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند اشرف حق شناس د سه شنبې په ورځ (د غوايي ۱۱) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د سالنګ لویه لار تېره شپه اته بجې د واورې او توپان له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. او د ساحې محدودیتونه، نن د سهار په 7 بجو د مسافرینو ترافیک (کوچني او لوی) خلاص شوي.
نوموړي ليکلي: نن د سالنګونو پر لويه لاره هوا وچه ده، په ځينو سيمو کې واوره او باران اوري، په ورته وخت کې د سالنګونو رياست د پرسونل او ماشينرۍ له خوا د شګو او مالګې سپرې دوام لري.