د آغاخان د دفتر د پراختیایي شبکې اجراییوي رئیس او همغږي کوونکي نجم الدین نجم د طالبانو د ډلې د اقتصاد له سرپرست دین محمد حنیف سره وکتل او له دغې ډلې سره یې د پراختیایي مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اجراییه رییس او د اغاخان دفتر د پراختیايي شبکې همغږي کوونکي د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د هغو پلانونو او پروژو په اړه معلومات ورکړل چې دوی پرې کار کوي.
نوموړي له طالبانو سره د دغه دفتر د بشري مرستو او پراختیايي مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
د طالبانو د ډلې د اقتصاد وزارت سرپرست وویل چې د پروژو په تطبیق کې باید د خلکو اړتیاوو ته زیاته پاملرنه وشي، زیان منونکو سیمو ته پاملرنه وشي او پراختیایي کارونه وشي.
جمهورخبري آژانس