د چین سفیر د طالبانو د ډلې له اداري مرستیال سره وکتل او ویې ویل چې هېواد یې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره سل زره امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
طالبانو نن د ثور د میاشتې په ۱۱ مه سهار په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغې ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د چین له سفیر جاوې شینګ سره وکتل.
جاوې شینګ د چین او طالبانو ترمنځ اړیکې د تاریخي ګاونډیانو په توګه وبللې او ویې ویل چې دا اړیکې اوس مهال په غوره حالت کې دي چې د سیمې په کچه بې ساري بلل کېدای شي.
هغه زیاته کړه، د چین حکومت غواړي چې په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د امکان تر حده دغه اړیکې ښې او پراخې کړي او له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د ټینګښت په موخه یې هېواد افغان محصلینو ته بورسونه ورکړي دي. دا د طب په ګډون په مختلفو برخو کې د افغانانو د ظرفیت د لوړولو لپاره لنډ مهاله روزنیز کورسونه هم تنظیموي.
د چين سفير له سېلاب ځپلو سره د چين د سره صليب له لارې د خپل هېواد د سل زره ډالرو مرستې اعلان وکړ او ويې ويل چې دغه مرستې به ډېر ژر اړوندو چارواکو ته وسپاري.
د طالبانو د ډلې اداري مرستیال همداراز وویل چې د افغانستان او چین اړیکې د تاریخ په اوږدو کې دوستانه، ټینګې او نه ماتيدونکي دي او د طالبانو امارت غواړي چې په راتلونکي کې په بیلابیلو برخو کې دغه اړیکې پیاوړې او پراخې کړي.
جمهورخبري آژانس