د افغانستان د مرکزي بانک د پخواني رئیس عبدالقدیر فطرت خپلوانو تایید کړې چې ښاغلی فطرت په امریکا کې مړ شوی دی.
د دوی په وینا، ښاغلی فطرت د کابل پر وخت د دوشنبې په ورځ د ثور په ۱۰ مه د امریکا په ویرجینیا ایالت کې په خپل کور کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
ښاغلی فطرت له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د افغانستان د مرکزي بانک د رئیس په توګه کار کړی دی.
نوموړي په نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق کې د مشاور په توګه هم کار کړی دی.
جمهورخبري آژانس