د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هېواد لوېدیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات – غور د سړک د جوړولو پروژه پرانیستله.
د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې ملا برادر ویلي چې د طالبانو د امارت له جوړیدو سره سم د هرات د لویو لارو د بیارغونې کار په حقیقت کې پیل شوی دی. نن د غور سړک پرانیزم.
وسله والو طالبانو ویلي، دا سړک د افغانستان له مهمو او ملي پروژو څخه دی چې د ځمکني ټرانسپورټ له لارې د هرات، غور، بامیان، دایکندي او میدان وردګ ولایتونه له کابل سره نښلوي.
ملا برادر وويل، د دغه مواصلاتي دهلېز په لاره کې د مالګې او مرمر ډبرو کانونه هم شته، چې بشپړېدل به يې د سوداګرۍ او سيمه ييزې ترانزيت په پراختيا کې مهم رول ولوبوي.
جمهورخبري آژانس