د بدخشان ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د سېلابونو د راوتلو له امله د دغه ولايت د پنځو ولسواليو لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تېرې شنبې د ثور په اتمه له سختو اورښتونو وروسته دغه سېلاب د بدخشان له مرکز فيض اباد ښار سره د بهارک، جرايم، کران منجان، وردوج او يمګان ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې دي.
سرچينې زياته کړې، چې د يادو ولسواليو د لارو د خلاصولو لپاره هېڅ اقدام نه دى شوى.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته ډېر زيانونه اړولي دي.
جمهورخبري آژانس