د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازې رافیله ایودیس، په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخت سره په خبرو کې ویلي، چې له طالبانو سره په هر ډول خبرو کې باید د ښځو غږ برخه وي.
نن سه شنبه د ثور په څلورمه، آیوډیس په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې له ښاغلي بخت سره یې د افغانستان په اړه وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
هغه زیاته کړه، په دې کتنه کې یې د نجونو د تعلیم پر حق، د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د هغه په وينا، "د ښځو غږ بايد په افغانستان کې د هر ډول خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي."
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په افغانستان کې پر نجونو او ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.
خبرگزاری جمهور