د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازې رافیله ایودیس وايي، اروپايي ټولنه او د روغتیا نړیوال سازمان په ګډه په افغانستان کې د سرطاني ناروغانو سره مرسته کوي.
ایوډیس تېره شپه د وري په ۲۷مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د کابل په یوه روغتون کې یې د سرطان ناروغانو د درملنې او ساتنې له بهیر څخه هم لیدنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی و، چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به په نړۍ کې د سرطان ناروغۍ کچه ۷۷ سلنه لوړه شي.
جمهورخبري آژانس