په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ وايي، د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز افغان نجونې له کم عمره ودونو، جبري ودونو او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی ته لمن وهي.
مېرمن ګرینفیلډ تېره شپه د وري ۱۵ مه د امنیت شورا په غونډه کې ټینګار وکړ چې افغان نجونې هم د تعلیم په ګډون له سیستماتیک تبعیض سره مخ دي.
هغه وويل چې په دغه هېواد کې تنکي هلکان هم د ماشومانو د سرتيرو په توګه استخدام شوي دي.
باید وویل شي، چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو وروسته د نجونو پر تعلیم، ښوونځي، کابل او تګ راتګ بندیز ولګاوه.
جمهورخبري آژانس