د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې په غزنی ولایت کې اورلګېدنه پر وخت کنټرول کړې ده.
طالبانو نن چهارشنبې د وري ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کرنیزو تخمونو د پلورلو په یوه پلورنځي کې اورلګېدنه د امنیه قوماندانۍ د مسلکي اور وژنې ډلې له خوا کنټرول شوې ده.
طالبانو ویلي، چې اور لګېدنه د برېښنا د پرې کېدو له امله رامنځته شوې، چې مرګ ژوبله یې نه ده اړولې او د نورو مالي زیانونو مخه نیول شوې ده.
جمهورخبري آژانس