د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې په خوست ولايت کې يې شپږ تنه د خيانت په تور په عام محضر کې په دورو محکوم کړي دي.
دغې محکمې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغو کسانو ته د یکشنبې په ورځ په عام محضر کې ۱۲ دُرې، چې هر یو یې ۳۹ دُرې وهلې، ورکړل شوي دي.
د طالبانو محکمې د دغو کسانو تورونه یو خیانت بللی دی. خو نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
جمهورخبري آژانس