د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د کندهار ميرويس روغتون ته يې ۸۵ ټنه درمل او طبي وسايل ورکړل.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په مرسته شويو طبي وسايلو کې بيړني کټونه، د غير ساري ناروغيو او د جراحۍ او جامو سيټونه شامل دي.
اعلامیې زیاته کړې چې میرویس روغتون د افغانستان د سویلي سیمو شاوخوا شپږ میلیونه وګړو ته د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو یواځینی لوړ پوړیز روغتون دی.
جمهورخبري آژانس