د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د میانمار فوټسال ملي لوبډلې ته په کور کې ۶-۱ ماتې ورکړه.
دغه لوبه د میانمار د فوټسال ملي لوبډلې په کوربه توب پرون شنبې د وري ۱۱ مه تر سره شوه، چې په کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ۶ ګولونه وکړل.
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکي مجيد مرتضوي وويل، چې د دې سياليو د ترسره کېدو موخه د اسيايي سياليو لپاره چمتووالى دى.
د يادونې وړ ده، چې د فوټسال ملي لوبډله به له اسيايي سياليو مخکې د تاجکستان، سعودي عربستان او چين له لوبډلو سره دوستانه سيالۍ ترسره کړي.
جمهورخبري آژانس