د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې په کندهار ولایت کې د ظاهرشاهي کانال د اوبو د ویش دروازه ترمیم کړې ده.
د طالبانو تر ولکې لاندې دغه وزارت نن یکشنبې د وري ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د سمندري فرعي حوزې چارواکو د کندهار ولایت د ظاهرشاهي کانال د اوبو د وېش دروازه ترمیم او نصب کړې ده. د کندهار ولایت د ظاهر شاهي کانال د اوبو د ښه تنظیم او کنټرول په موخه نوې دروازه جوړه شوه او هم یې ساتنه وکړه.
طالب ډلې ویلي، چې دغه کانال د کندهار ښار او د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو د اوبو په رسولو کې مهم رول لري او د زرګونو جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو ظرفیت لري.
جمهورخبري آژانس