اوچا یا په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، بریتانیا له افغانستان سره ۱.۳ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
دغه دفتر نن پنجشنبې د کب په ۱۰مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان له خلکو سره د بریتانیا د حکومت له مرستو مننه کوي.
په همدې حال کې، ملګرو ملتونو مخکې راپور ورکړی و چې په افغانستان کې به نږدې 24 ملیونه خلک په 2024 کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.
جمهورخبري آژانس