ګوتریش:

داعش هڅه کوي افغانستان کې امریکايي وسلې ترلاسه کړي

10 حوت 1402 ساعت 10:45

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د داعش د ګواښونو په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې دغه ډله هڅه کوي په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې ترلاسه کړي.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د داعش د ګواښونو په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې دغه ډله هڅه کوي په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې ترلاسه کړي.

د «ډېلي اکسلسيور» رسنۍ تېره شپه د کب ۹مه د ښاغلي ګوترش د څرګندونو په حواله ليکلي، چې داعش هڅه کوي د پاکستاني طالبانو "ټي ټي پي" له ګودامونو امريکايي وسلې ترلاسه کړي.

په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه په افغانستان، منځني ختیځ او افریقا کې د وسلو د پراخېدو او همدارنګه د داعش له خوا د بې پیلوټه الوتکو او د چاودېدونکو توکو د کارولو په اړه اندېښمن دي.

راپور زیاتوی چې دغه هیوادونه د هغو امریکایی پوځی تجهیزاتو په اړه ډیر اندیښمن دی چې له افغانستان څخه له وتلو وروسته طالبانو ته ورکول کیږی.

د دغه راپور پر بنسټ، د داعش خراسان څانګه له TTP څخه د داسې وسلو په لټه کې ده، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لری.

په راپور کې داعش د افغانستان او سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ بلل شوی دی.

د دغه راپور له مخې، د داعش د خراسان څانګې مشر ثناالله غفاري لا هم ژوندی دی او غالباً په کونړ کې د جماعت الاحرار له روزنیز مرکز څخه د وتلو پر مهال په نښه شوی او ټپي شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې داعش د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د غړو په وړاندې د طالبانو د بندیزونو له امله له رامنځته شویو شکایتونو څخه په استفادې سره وکولای شول چې د دغې ډلې غړي په افغانستان کې استخدام کړي.

په راپور کې دا هم راغلي چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د جماعت انصارالله یو شمېر قومندانان هم د داعش له لیکو سره یوځای شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د داعش په لیکو کې د افغانانو استخدام زیات شوی او دغه ډله له هغوی څخه په عملیاتو کې کار اخلي.

ویل شوي، چې دغه راپور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو پر بنسټ د داعش، القاعدې، طالبانو او په هغو پورې اړوندو اشخاصو او بنسټونو د بندیزونو د ملاتړ او څارنې د تحلیلي ډلې له خوا چمتو شوی دی.

د دغه راپور له مخې، داعش اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا څلور زره جنګیالي لري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 169463

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169463/

جمهور
  https://www.jomhornews.com