د طالبانو ډلې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د بنګله دېش د شونډو د جراحانو یوه ډله کابل ته راغلې ده.
د طالبانو ډلې د عامې روغتیا وزارت نن سهار په یوه اعلامیه کې ویلي چې له بنګله دیش څخه د جراحانو یوه ډله د افغان ډاکټرانو په همکارۍ افغانستان ته راغلې چې د اندرا ګاندي د ماشومانو په روغتون کې د تالو او شونډو د ماتیدو عملیات په وړیا توګه ترسره کړي.
طالبانو ویلي چې د بنګله دېش د جراحانو یوه ډله د افغان ډاکټرانو په همکارۍ هره ورځ د کابل د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې له ۱۰ څخه تر ۱۵ پورې د شونډو او تالو په ناروغانو وړیا عملیات کوي.
طالبانو ویلي چې پر دې سربېره بنګله دېش په پام کې لري چې یو شمېر افغان ډاکټران د ۳-۶ میاشتو لپاره د کاسمیټیک جراحي په برخه کې وروزي، څو د هغو ناروغانو روغتیايي وضعیت ته پام ونه کړي چې جراحي ته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس