تخار کې ګاز نیونې د یوه کور درې غړي وژلي دي

9 حوت 1402 ساعت 14:33

د تخار ولایت امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ګاز نیونې له امله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.


د تخار ولایت امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ګاز نیونې له امله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د کب په ٧مه، د تخار ولايت په مرکز تالقان ښار کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په وژل شويو کسانو کې يو سړى او دوه تنکي زامن هم شامل دي، چې په تالقان ښار کې يې د يوه کور ساتنه کوله.

ویل کیږي چې دغه کسان په خپله خونه کې د ګازو د تودولو له امله مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 169423

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169423/

جمهور
  https://www.jomhornews.com