دپنجشير ولايت څلور تنه اوسيدونکي دطالبانو له خوا ونيول شول

9 حوت 1402 ساعت 14:24

په پنجشېر ولايت کې عامه سرچينې وايي، چې د دغه ولايت څلور اوسېدونکي د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوي دي.


په پنجشېر ولايت کې عامه سرچينې وايي، چې د دغه ولايت څلور اوسېدونکي د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان تېره اوونۍ د پنجشير ولايت له راغستان ولسوالۍ څخه نيول شوي دي.

سرچينې دغه کسان رحمت الله، عتيق الله، روح الله او عتيق الله ياد کړي دي.

ويل کيږي چې نيول شوي دوه تنه وروڼه دي.

سرچينې زياته کړې، چې دغه کسان د يادې ولسوالۍ د درخېلو او ميرشتان له کليو څخه نيول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه د دغو کسانو د برخليک په اړه څه نه دي ويل شوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 169419

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169419/

جمهور
  https://www.jomhornews.com