په غزني کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ تاییدوي چې په دغه ولایت کې د دې ډلې یو جنګیالی په واورو کې بند پاتې شوی او مړ شوی دی.
دې قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه پېښه پرون د کب ٨ مه د دغه ولايت د رشيدانو ولسوالۍ په کوتل "برکات" کې رامنځته شوې ده.
خبرځاى زياته کړه چې دغه طالب د واورو د اورښت او توپان له امله په واورو کې ډوب شوی او د يخنۍ له امله مړ شو.
دغه طالب جنګيالي دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ د چټک غبرګون قطعې په دندو بوخت و .
په همدې حال کې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو واورو او طوفانونو راپورونه ورکړل شوي دي.
جمهورخبري آژانس