وروسته له هغې چې د طالبانو محکمې په غزني ښار کې د قتل په تور د دوو کسانو د اعدام حکم وکړ، یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر د طالبانو له خوا د اعدام د سزا د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه وکړه.
یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ملګري ملتونه د مرګ له سزا سره سخت مخالفت کوي او دا د ژوند له اساسي حق سره په ټکر کې ګڼي.
یوناما ټینګار کړی چې په افغانستان کې د دې سزا د لغوه کولو په لور د یوه ګام په توګه د اعدام د سزا د ځنډولو غوښتنه کوي.
په همدې حال کې د طالبانو سترې محکمې د تېرې پنجشنبې په ورځ د غزني د فوټبال په لوبغالي کې د قتل په تور دوه کسان اعدام کړل.
سرچينه زياتوي، چې دغه سزا د طالبانو د چارواکو او د غزني د ښاريانو په شتون کې اعدام شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د بيارغاونې له امله د اعدام او جسمي مجازاتو په ګډون سختې سزاګانې بيا پيل شوې دي.
د طالبانو دغه کړنې د بشري حقونو د سازمانونو له پراخو اعتراضونو سره مخ دي.
جمهورخبري آژانس