طالبانو په کابل کې یو ځوان په ډزو وواژه

3 حوت 1402 ساعت 14:10

د کابل ښار په لوېديځ کې ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې يو ځوان په ډزو وژلى دى.


د کابل ښار په لوېديځ کې ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې يو ځوان په ډزو وژلى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان الياس نومېده او د بهسودو ولسوالۍ د دويمې حصې اصلي اوسېدونکى و.

سرچينې زياته کړې، چې الياس د کب په لومړۍ نېټه د وسله والو طالبانو له خوا په ډزو وويشتل شو.

د دې پېښې لامل تر اوسه معلوم نه دی.

خو؛ په څه دپاسه دوو کلونو کې طالب جنګیالیو څو ځله په ښار کې د لفظي شخړو او په پوستو کې پر ملکي وګړو ډزې کړي دي.

جمهورخبري اژانس
 


د مطلب کود: 169211

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169211/

جمهور
  https://www.jomhornews.com