د طالبانو د ډلې د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

3 حوت 1402 ساعت 11:20

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي قلندر عباد د ترکمنستان له سفیر خواجه غدوف سره وکتل او له دغې ډلې سره یې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.


د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي قلندر عباد د ترکمنستان له سفیر خواجه غدوف سره وکتل او له دغې ډلې سره یې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دواړو لورو د روغتیا په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

مولوي عباد له افغانستان سره د ترکمنستان د همکاريو قدرداني وکړه او د افغان روغتيايي کارکوونکو د روزنې، د درملو او طبي تجهيزاتو د سوداګرۍ، د ناروغانو لپاره د ويزې په ترلاسه کولو او نورو روغتيايي برخو کې يې د دغه هېواد د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.

د ترکمنستان سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې یې د یوه روغتون د جوړېدو اعلان وکړ.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له واکمنۍ سره د دغه هیواد زیاتره خلک له روغتیايي خدمتونو بې برخې شول.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 169196

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169196/

جمهور
  https://www.jomhornews.com