یو پاکستانی وګړی د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوی دی

3 حوت 1402 ساعت 11:05

په نیمروز ولایت کې عامه سرچینې وايي چې د دغه ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې یو پاکستانی وګړی د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.


په نیمروز ولایت کې عامه سرچینې وايي چې د دغه ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې یو پاکستانی وګړی د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د کب په دويمه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو پاکستاني تبعه په يوه ټويوټا موټر کې د چهاربرجک ولسوالۍ ته تازه مېوه د پلور لپاره راوړه.

ويل کيږي چې وسله والو طالبانو له دغه پاکستاني ځوان څخه د پيسو د اخيستلو په سر له لفظي شخړې وروسته په ډزو وواژه.

ځايي اوسېدونکو دغه ځوان پاکستانی د "وحيد" په نوم ياد کړی او وايي، چې د پاکستان د تفتان سيمې اوسېدونکی و.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 169188

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169188/

جمهور
  https://www.jomhornews.com