فریدم نو: طالبان دې ژر تر ژره منیژه صدیقي له بنده خوشې کړي

3 حوت 1402 ساعت 9:20

د بشري حقونو سازمان "فریدم نو" له طالبانو غوښتي چې د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي دې ژر تر ژره له بنده خوشې کړي.


د بشري حقونو سازمان "فریدم نو" له طالبانو غوښتي چې د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي دې ژر تر ژره له بنده خوشې کړي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ د کب دویمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې طالبانو مېرمن صدیقي څلور میاشتې وړاندې په کابل کې له خپل کور څخه تښتولې وه.

د دغه بنسټ په وینا مېرمن صدیقي د طالبانو په زندان کې له شکنجې او ناوړه چلند سره مخ ده.

باید وویل شي، چې مېرمن صدیقي څو میاشتې وړاندې د طالبانو له خوا نیول شوې وه. خو هغه شاوخوا درې مياشتې وړاندې د پلچرخي زندان ته لېږدول شوى و.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 169178

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169178/

جمهور
  https://www.jomhornews.com