د بشري حقونو سازمان "فریدم نو" له طالبانو غوښتي چې د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي دې ژر تر ژره له بنده خوشې کړي.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ د کب دویمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې طالبانو مېرمن صدیقي څلور میاشتې وړاندې په کابل کې له خپل کور څخه تښتولې وه.
د دغه بنسټ په وینا مېرمن صدیقي د طالبانو په زندان کې له شکنجې او ناوړه چلند سره مخ ده.
باید وویل شي، چې مېرمن صدیقي څو میاشتې وړاندې د طالبانو له خوا نیول شوې وه. خو هغه شاوخوا درې مياشتې وړاندې د پلچرخي زندان ته لېږدول شوى و.
جمهورخبري آژانس