د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته له تېښتې وروسته د لومړي ځل لپاره د حج عمرې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.
په یوه لنډه ویډیو کې چې نن چهارشنبه د حوت په دویمه په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه، لیدل کېږي چې اشرف غني د احرام کالي اغوستي او د کعبې په صحن کې روان دی.
دا له کابل څخه متحده عربي اماراتو ته له تېښتې وروسته د اشرف غني لومړنی بهرنی سفر دی.
په متحده اماراتو کې له میشت کیدو وروسته ، هغه په عامه توګه نه ښکاري.
جمهورخبري آژانس