د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې په ګمبیا کې به د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې غونډې کوربه وي.
دغه سازمان تېره شپه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا غونډه به د اسلامي هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شي.
د دغه سازمان په وینا، د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا په نوم بله غونډه به په کامرون کې جوړه شي.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخت د دوحې د غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو له ځانګړيو استازو سره هم لیده کاته کړي دي.
د اعلامیې پر بنسټ، په دغو ناستو کې بخت له افغانستان څخه د ملاتړ او له طالبانو سره د رغنده خبرو اترو لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
باید وویل شي، چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه په دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه د دوشنبې په ماښام پای ته ورسېده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دې غونډې د پایلو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې ټولو ګډونوالو په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو، بشري حقونو ته د درناوي او له ترهګرۍ سره پر مبارزې هوکړه وکړه.
نوموړي دا هم ویلي، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په موخه به له طالبانو او د افغانستان د مدني ټولنې له غړو سره پراخې مشورې پیل کړي.
جمهورخبري آژانس