د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو په دویمه لوبه کې له سریلانکا لوبډلې ماته وخوړه.
دغه لوبه چې تېره شپه د سلواغې په ۳۰ مه نېټه په سریلانکا کې ترسره شوه، د سریلانکا لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د افغانستان لوبډلې ته د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه.
خو؛ د لوبې په دویمه نیمايي کې هم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شو کړای.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دې لوبه کې د ۷۲ منډو په توپیر ماتې وخوړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اوریزو سیالیو دریمه او وروستۍ لوبه به سبا چهارشنبه ترسره شي.
باید وویل شي، چې دوه ورځې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې سریلانکا لوبډلې بریا خپله کړې وه.
همدارنګه د سريلانکا ملي لوبډلې تېره اوونۍ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په درې پنځوس اوريزو سياليو کې هم ماتې ورکړې وه.
جمهورخبري آژانس