د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل او بغلان کې د طالبانو پر ضد په درې جلا عملیاتو کې د دغې ډلې ۹ تنه جنګیالي وژلي دي.
دغې جبهې تېره شپه د سلواغې په ۲۹مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی ځواکونو د کابل ښار د ګل سرخ څلور لارې او پنجشیروت په سیمو کې د طالبانو ځواکونه په نښه کړل.
د خبر له مخې د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د ګل سرخ په څلور لارې کې د طالبانو په برید کې ۳ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي. د کابل ښار د ۱۱مې حوزې اړوند پنجشیروت سیمه کې ۴ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
د ازادۍ جبهې په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د بغلان د مرکز پلخمري ښار په باغ مدان سیمه کې د دوی ځواکونو د طالبانو پر پوسته برید کړی چې په ترڅ کې یې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ازادۍ جبهې په وسله والو طالبانو خپل بریدونه زیات کړي دي.
خبرگزاری جمهور