سویس له افغانستان سره ۱.۹ میلیونه ډالره مرسته وکړه

29 دلو 1402 ساعت 13:25

اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د سویس حکومت له افغانستان سره ۱.۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.


اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د سویس حکومت له افغانستان سره ۱.۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

دغه دفتر نن یکشنبه د سلواغې ۲۹مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان له خلکو سره د سویس حکومت مرستې به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د صندوق له لارې ولګول شي.

اوچا د افغانستان له خلکو سره د سویس حکومت له دې مرستو مننه وکړه.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو مخکې اعلان کړی و چې سږ کال به نږدې ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 169007

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169007/

جمهور
  https://www.jomhornews.com