اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د سویس حکومت له افغانستان سره ۱.۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
دغه دفتر نن یکشنبه د سلواغې ۲۹مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان له خلکو سره د سویس حکومت مرستې به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د صندوق له لارې ولګول شي.
اوچا د افغانستان له خلکو سره د سویس حکومت له دې مرستو مننه وکړه.
په همدې حال کې ملګرو ملتونو مخکې اعلان کړی و چې سږ کال به نږدې ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
جمهورخبري آژانس