افغان سوک وهونکي په اروپايي سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه

29 دلو 1402 ساعت 10:50

د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون غړي زلمي لغماني د اروپا په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی دی.


د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون غړي زلمي لغماني د اروپا په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی دی.

د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون وايي چې ښاغلي لغماني د افغانستان په استازیتوب د المپیک د کوټې په سیالیو کې ګډون کړی و.

دغه فدراسيون زياته کړه چې لغماني د ٦٣ کيلوګرامه وزن په سياليو کې د بوسنيا او سربيا د ورزشکارانو پر وړاندې درې پرله پسې برياوې ترلاسه کړې.

په اعلامیه کې راغلي چې دا سیالۍ د بوسنیا په کوربه توب ترسره شوې.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 168999

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168999/

جمهور
  https://www.jomhornews.com