افغان کراټې د ایران په سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

28 دلو 1402 ساعت 15:14

د افغانستان د کراټې فدراسیون د ملي شورا غړي عبدالهادي شیرزاد د ایران د نړیوالو سیالیو په شپږم پړاو کې د سپینو زرو مډال ګټلی دی.


د افغانستان د کراټې فدراسیون د ملي شورا غړي عبدالهادي شیرزاد د ایران د نړیوالو سیالیو په شپږم پړاو کې د سپینو زرو مډال ګټلی دی.

د هېواد د کراټې فدراسیون وايي چې ښاغلي شېرزاد د ۷۰ کیلوګرامو په منفي وزن کې د «کیوکوشین ساکاموتو» په سټایل کې خپلو ایراني او عراقي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره دغه مډال د افغانستان په استازیتوب ګټلی دی.

ښاغلی شیرزاد پخپله ایران کې د کډوال په توګه ژوند کوي.

د یادولو وړ ده چې د «کیوکوشین ساکاموتو» په بڼه د کراټې د نړیوالو سیالیو شپږم پړاو د ۶ هیوادونو په ګډون په تهران کې ترسره شو.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 168959

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168959/

جمهور
  https://www.jomhornews.com